اسلام آباد 08 فروری (اے پی پی) د قامی سلامتیا صلاحكار لیفټېننټ جنرال ناصر جنجوعه وئيلي دي پاکستان ترکمانستان سره په مرسته اډانه اړيكې مهمې ګڼي۔ دا خبره ده په پاکستان كښې د ترکمانستان سفیر عطاجان مولاموف سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت پھ ورځ ده سره ليدلې وؤ۔ د خبرو اترو په مهال دوړه اړخيزه اړېكو ته ودې وركولو او دفاعی چارو پشمول د سيمې په مجموعی امنيتي وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د قامی سلامتیا صلاحكار د ترکمانستان سفیر هركلې كولو سره ووئيل پاكستان د ترکمانستان او اسلامی هېوادونو سره د نزدې مرستې اړيكې مهمې ګڼي۔ سفیر ووئيل پاکستان او ترکمانستان شريك تاریخی،كلتوري او مذهبی خپلولي لري۔ سفیر ووئيل ترکمانستان پاکستان د تاپی ګاز پروژې له سترتيجكي پارټنر ګڼي او پاکستان سره د توان سیکټر كښې مرستې زياتولو له چمتو دې