اسلام آباد۔8جنوری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د كراچۍ په يوه ورځنۍ دوره روان شوے دے۔ د شورؤ په ورځ د ميډيا ??نګ لخو د جاري شوي بيان ??ه مخې وزيراعظم به په كراچي پورټ ټرسټ د جوړ شوي ساؤتھ اېشیا پاکستان ??رمینلز دورہ كوي۔ وزیراعظم به کراچی پورټ ټرسټ كښې د اېف بي آر د كسټمز كليئرنس خودكار نظام پرانسته كوي٬ د دې نظام مقص?? په كسټمز كليئرنس كښې سپېځلتيا رامخې ته كول او د كليئرنس دورانيه كښې كمې راوستل دي۔ وزيراعظم د كراچۍ خپلې تېرې دورې په مهال ددې خودكار نظام د لګولو هدايات كړې وو۔ وزیراعظم به د پاکستان سټاک اېکسچېنج دورہ کوي په كوم كښې به چې د دې په كال 2024 كښې په ګرده نړۍ كښې د غوره سټاك اېكسچېنج كېدو درناوي ترلاسه كولو په دستوره كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون ك??ي۔ د دورې په مهال به وزيراعظم آغا خان ??وهنتون ته هم ځي چرته به چې هغه د کلینیکل پرېکټس پرانستې دستوره كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون ك??ي۔ نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د اطلاعاتو وفاقي وزير عطا تارړ ، د خزانې وفاقي وزير اورنګزیب، وزیر مملکت علی پروېز ملک او د روغتيا كوآرډينېټ?? ډاکټر مختار احمد بھرتھ هم وزيراعظم سره دے۔